[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د کار بازار ته د ننوتلو، په بریالیتوب سره د کار د مرکې ترسره کولو او د کار موندنې اصولو سره د فارغ التحصیلانو او محصلینو د لا زیاتې اشنایۍ په موخه، د ۱۴۰۴ کال د غويي میاشتې په ۲۷مه نېټه، د فارغ التحصیلانو لپاره د کاري ظرفیتونو د لوړولو تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د مشورې او کارموندنې مرکز او د فارغانو چارو مدیریت په همکارۍ، د ابوریحان په کنفرانسونو تالار کې ترسره شو. په دې ورکشاپ کې چې د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او یو شمېر فارغانو او محصلینو ګډون کړی و، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د مشورې او کارموندنې مرکز د مسئول استاد کمال الدین عظیمي په خبرو سره یې دوام وکړ. استاد عظیمي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ محصلینو ته د بېلابېلو مهارتونو په زده کولو ټینګار وکړ او بریالیتوب یې د لاندې عواملو تر اغېز لاندې وباله:
  • د نفوس پېژندنې عوامل
  • رواني عوامل
  • مهارتي عوامل
  • محیطي او موقعیتي عوامل
هغه په ​​دوام کې د کار مرکه یو مهم مهارتي عامل او د داسې زمینې په توګه یاد کړ چې د کار غوښتونکي د شخصیت، انګېزې او حقیقي وړتیاوو د ښودلو لپاره وي، چې په هغې کې د فکر کولو څرنګوالی، ځان باور او ارتباطي مهارتونه محوري رول لوبوي. وروسته د دې ورکشاپ اصلي وړاندې کوونکي، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ارتباطاتو مدیر او تجربه لرونکي استاد امیر داد پیمان خبرې وکړې او خپل بحثونه یې د کار د مرکې د مهارتونو په برخه کې د خپلو شخصي تجربو او معتبرو نړیوالو سرچینو په کارولو سره وړاندې کړل او په ورکشاپ کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

bet168vn no hu 57424 xoc dia b52club top 3 cong game nha cai xoc dia online uy tin fm88 slot 8423 xoc dia online thanhu club ban ca hai vuong no hu tk88 cach choi song thu lo soi cau xo so mien trung ban ca zo an khe tra vang tai thien duong tro choi osasuna vs rayo vallecano soi keo bong da 00h30 20 01 2025 khong he lep ve 8 bi an choi no hu it ai biet ban ca vang rut tien no hu rikvip alanyaspor vs konyaspor soi keo bong da 00h00 04 01 2025 khong qua lep ve gianh chu bull bull game bai hot nhat ban ca hd xoi vip mig35 8888 13328