[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د عاشورا د تلپاتې او معلوماتي داستان د هرکلي د ښكلا او درنښت په موخه د (عاشورا فرصتونه او ظرفيتونه) تر سرليك لاندې يوه علمي او فرهنګي غونډه د ۱۴۰۳ كال د سرطان د مياشتې په ۲۴مه نېټه د خاتم البیین پوهنتون د غزني څانګه د ابوريحان د غونډو په تالار كې جوړه شوه.

دغه غونډه چې په کې د غزني د خاتم النبیین پوهنتون استادانو، محصلینو او کارکوونکو، د غزني پوهنتون یو شمېر استادانو، پوهانو، محصلینو او د علمي موضوعاتو مینه والو برخه اخیستې وه، د ښاغلي عبدالله الهام په اجرا او د سید اسلام فکوري لخوا د قران کریم  په تلاوت سره پیل شوه. او د ډاکټر محمد جواد صمیمي د “عاشورا او د دین احیا” په اړه وینا دوام وکړ. ډاکټر صمیمي په دغو خبرو کښې د امام حسین(ع) ګڼو ارشاداتو ته په اشارې سره د عاشورا غورځنګ د مخ پر زیاتیدونکو سیاسي، مذهبي، کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي فسادونو په وړاندې چې په ټولنه کښې ریښې لري او تباه کوي یې د دیني اصلاح او احیاء غورځنګ وباله. ورپسې استاد صبغت الله ابراهیمي د غزني پوهنتون  استاد د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو او د هغه د نسب مقام ته په اشارې سره یې د امام حسین علیه السلام فضائل او همدارنګه د عاشورا د پاڅون د اهدافو، امنیت تامین، د الهي حدودو پلي کول او په دې اړه خبرې وکړې.  او د ښو امر او له بدو يې منع کول او د خپل نيکه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو احيا کول يې د حسيني پاڅون يو مهم هدف وباله.

د دغې علمي او کلتوري غونډې دریم ویناوال د توحید مدرسې مشر حجت الاسلام استاد اصغري وو. هغه چې د “عاشورا، د اسلامي ورورولۍ او همپالنې محور” په اړه خبرې وکړې، د خپلې وینا په پیل کې یې د خاتم النبیین پوهنتون غزني څانګې څخه مننه او قدرداني وکړه، چې په مهمو او ارزښتناکو اسلامي او ملي مناسبتونو کې یې پاملرنه کړې ده. او د اسلامي تمدن د تېرو وياړونو او نيمګړتياو په دوام يې تفرقه او نفاق د اسلامي ټولنو د ډېرو ننګونو، ستونزو او بدبختيو ريښه ياده کړه او د بحرانونو او ننګونو د له منځه وړلو لپاره يې اسلامي اتحاد او اتفاق ته اړتيا وبلله. استاد اصغري د خبرو په بله برخه کې څرګنده کړه چې د یووالي او اسلامي ورورګلوۍ لپاره ډیری موارد او مشترکات شتون لري چې له دې جملې څخه د امام حسین علیه السلام او د عاشورا اصلاحي غورځنګ یو له مهمو مواردو څخه دی. د هغه په اند د امام حسین (ع) نسبي مقام، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې د هغه مقام او د عاشورا د پاڅون اهداف د ټولو اسلامي جریانونو متفق او درناوي دي او په اسلامي نړۍ کې د یووالي، خواخوږۍ او یووالي لپاره د محور په توګه کارول کیدی شي.


Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

loc club soi keo 11352 one88 slot 53168 keno hitclub ve vay ga an thien game ca san moi go88 tai xiu 5737 loc88 club vin gamvip soi keo 87629 luat choi tien len mien nam dem la no hu chien than macau club 8888 44234 lille vs le havre soi keo bong da 01h00 09 02 2025 uu ro ret goluck99 8888 91420 xo88 soi keo 52582 ca do bong da viet nam custom order maid 3d2 its a night magic ban ca man79 no hu 65338 bom79 club cong game no hu sunwin