[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د ۱۴۰۳ کال د لومړی سمستر د محصلینو د روزلو په موخه د سیب پوهنتوني سیستم د کارولو او په سایټ کې د واحد د انتخاب د څرنګوالی په اړه ورکشاپ د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د غبرګولیپه ۹مه نیټه د خاتم النبیین(ص) غزني څانګه د ابو ریحان البیروني د غونډو په تالار کې جوړ شو. دغه ورکشاپ چې د طب پوهنځی د الکترونیکي زده کړو کمیټې او د محصلانو چارو ریاست په همکارۍ جوړ شوی وو، د یاد پوهنځی د لومړی سمستر یو تن محصل ښاغلي پیمان احمدي له خوا د کلام پاک د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. او ورپسې د محصلانو چارو محترم آمر ښاغلي سفر علي فصيحي وینا وکړه او د ویب پاڼې له لارې د واحد د انتخاب څرنګوالی په اړه خبرې وشوې. د دغه پروګرام په ترڅ کې د محصلینو له خوا په پرله پسې ډول پوښتنې مطرح شوې چې د محصلانو چارو د مدیر له خوا ورته لازم ځوابونه او توضیحات ورکړل شول.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *