[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د زده کړیالانو د پوهاوي د سطحې لوړولو او د زده کړو په لاره کې د پلان او هدف ټاکلو اهمیت ته په کتو سره، د چهارشنبې په ورځ، د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه، د ابوریحان په تالار کې د پوهنتون د مشورې ورکولو مرکز او طب پوهنځي له خوا د «زده‌کړې لپاره هدف ټاکلو» تر سرلیک لاندې یو روزنیز سیمینار جوړ شو. دغه پروګرام چې د زده‌کړیالانو له پراخ هرکلي سره مخ شو، د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استاد او د مشورې ورکولو مرکز مسئول ښاغلي کمال‌الدین عظیمي له خوا د وینا په وړاندې کولو سره یې دوام وموند.

ښاغلي عظیمي په خپله وینا کې د زده کړو پر مهال د مشخصو اهدافو درلودلو اړتیا او اهمیت، د زده‌کړیالانو د انګیزې او تمرکز په زیاتولو کې د هدف ټاکلو رول او د لاسرسي وړ اهدافو د ټاکلو لپاره د یوې اغېزمنې نمونې په توګه د SMART ماډل معرفي کول، د دې پروګرام تر ټولو مهمې موضوع وبللې. هغه په ادامه کې د SMART ماډل په اړه خبرې وکړې او و یې ویل چې روښانه والی، د اندازه کولو وړتیا، واقعبینانه والی، له فردي لومړیتوبونو سره تړاو او مشخص وخت لرل د دې ماډل تر ټولو مهمې ځانګړتیاوې دي. هغه د پروګرام له ګډونوالو سره پر دغو موضوعاتو بحث وکړ.

د پروګرام په پای کې، د ګډونوالو د رضایت کچې د ارزونې او د وړاندې شوې وینا په اړه د هغوی د نظرونو راټولولو په موخه، د نظرپوښتنې فورمې د حاضرو کسانو ترمنځ ووېشل شوې. د دې نظرپوښتنې پایلې به له راټولولو او تحلیل وروسته د مشورې ورکولو مرکز په راتلونکو پلانونو کې په پام کې ونیول شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

zo777 8888 71257 nottingham forest vs arsenal soi keo bong da 02h30 27 02 2025 nhiem vu kho khan guide to small blind bi kip dat cuoc game bau cua sin88 poker 9713 bong da va nhung dieu chua biet tong hop chien thuat dat cuoc bong da huong dan rut tien nha cai tk88a nhanh nap tien no hu rikvip hi88 tai xiu 42549 no hu candy burst game slot thu gian top dau 2024 no hu tay du ky no hu 85385 phang club the thao viprik club tool no hu la gi cach soi cau b52 cach bat lo roi chuan tien len mien nam slot 81636 rong ho 8888 93585