[xyz-ips snippet="shamsi"]
د جوړښت له نظره، د دفتر مدیریت په مستقیم ډول د دفتر د ریاست لاندې تعریف شوی، او د ریاست د دفتر د ارشیفونو د تنظیم او ترتیب، د رییس د غونډو د تصویب ثبت، نظارت او د پوهنتون رئیس ته یې وړاندې کول، د اداري اتوماسیون سکرتریت اړوند چارو ته پرمختګ ورکول او د کیفیت د تضمین ریاست اړوند مسایل تعقیبول مسوولیت په غاړه لري.
 
نوم: احسان الله شریفي
د زیږون کال او ځای: ۱۳۷۴، هلمند ولایت، نادعلي ولسوالي
د مطالعې څانګه: ګرافیک
تحصیلي درجه: لیسانس
سازماني موقف: د دفتر مدیریت
  • ښایسته هنرونه، د کمپیوټر ګرافیک په برخه
  • انګلیسي ژبه، افق ښوونیز مرکز، هلمند
د دفتر د مدیر د دندو لایحه:
1. د ریاست د دفتر د کیفیت د تضمین اسنادو آرشیف ترتیب او تنظیمول؛
2. د پوهنتون په کچه د کیفیت د تضمین میاشتنی راپور د پوهنتون رییس ته سپارل؛
3. د اداري کارکوونکو او د ریاست د حوزې غونډو جوړول؛
4. د پوهنتون د ریاست د غونډو د مصوباتو د تطبیق څخه څارنه او د هغه راپور ریاست مقام ته وړاندې کول (د کارکوونکو غونډه، د ریاست د حوزې غونډه)؛
5. د سازمان څخه بهر د مکتوبونو ثبت، صادر او تعقیب کول او د پوهنتون رییس ته راپور سپارل؛
6. د اداري اتوماسیون سکرتریت اړوند چارو ترسره کول؛
7. د پوهنتون د رئیس له حکم سره سم د نورو چارو تطبیق؛
8. د ټولو اداري واحدونو د پلانونو د تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول او د پوهنتون رییس ته د میاشتني راپور سپارل؛
9. د کیفیت د ښه والي او پلان جوړونې ریاست سره د پلانونو بیاکتنې او د دوی نظارت په اړه د همغږۍ رامینځته کول؛
10. د پوهنتون تر ریاست لاندې د څانګو د کیفیت د تضمین چارو څارنه؛
11. د کیفیت د ښه والي کمیټې سره د ارزونې په برخه کې همکاري او د کیفیت د تضمین ریاست د دفتر اړوند چارو ترسره کول؛
12. د نورو قانوني دندو ترسره کول چې د باصلاحیته چارواکو لخوا سپارل کیږي؛

د اړيکې شمېره: 0799286186

بریښنالیک پته: [email protected]