د خاتم النبیین پوهنتون په غزني څانګه کې د خپګان (Depression) په اړه علمي-محصلي سیمینار جوړ شو - د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګه
[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

خپګان د اوسنۍ پېړۍ یو له عامو او مهمو رواني اختلالاتو څخه دی چې د انسانانو پر فردي، کورني او ټولنیز ژوند پراخې اغېزې لري. د دغې ناروغۍ پېژندنې ته په پام او د خپګان ناروغۍ په اړه د محصلینو د پوهاوي لوړولو، د هغې د لاملونو، نښو او درملنې لارو چارو څېړلو او همدارنګه د محصلینو او استادانو ترمنځ د علمي نظرونو تبادلې لپاره، د معالجوي طب پوهنځي، معالجوي ډیپارټمنټ او د پوهنځي د محصلینو کمیټې په نوښت، د 1404 کال د سرطان د میاشتې په 31مه نیټه، د شنبې په ورځ، د “خپګان” تر عنوان لاندې علمي-محصلي سیمینار، د ابوریحان په کنفرانس تالار کې جوړ شو.

دا سیمینار چې د معالجوي طب پوهنځي محترم رئیس، استادانو او ګڼ شمېر محصلینو پکې حضور درلود، د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو او وروسته د طب پوهنځي د محصل سید عرضي حسین موسوي لخوا د سیمینار په وړاندې کولو سره ادامه پیدا کړه. ښاغلي موسوي په دې پریزنټیشن کې د خپګان اساسي مفاهیم تشریح کړل، د هغې ډولونه او پر فرد یې رواني او فزیکي اغېزې بیان کړې او د خپګان د رامینځته کیدو داخلي، چاپیریالي، جنتیکي او ټولنیز لاملونه او عوامل یې د پروګرام ګډونوالو ته روښانه کړل. همدارنګه د خپګان د رواني او فزیکي نښو تشریح، د درملنې د بېلابېلو لارو چارو معرفي کول هم د نورو بحثونو برخه وه چې په دې سیمینار کې وڅېړل شول.

دا پروګرام د محصلینو او استادانو له پراخ هرکلي سره مخ شو او په کې د بحث او نظر تبادلې لپاره مناسب علمي فضا رامینځته شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *