[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د محصلینو او کارکوونکو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د اداري او مالي مرستیالی په نوښت، د محصلینو کمیټې او د غزني ولایت د اور وژنې پولیسو په همکارۍ د سه شنبې په ورځ د 1403 کال د لړم میاشتې په ۱۵ نیټه یو ښوونیز سیمینار جوړ شو.

دغه سیمینار چې د پوهنتون د محترمو مرستیالانو، استادانو، د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي نثار، د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د اور وژنې امر ښاغلي مولوي مسلم او د پوهنتون د محصلیون په حضور کې جوړ شو. غونډه د طب پوهنځی د محصل سیدهادي سجادي له خوا د کلام الله مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلی استاد کریمي په وینا یې دوام وکړ. په دغو خبرو کې استاد کریمي د غونډې ګډونوالو او په ځانګړې توګه د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د پروګرام ګډونوالو او همکارانو ته ښه راغلاست ووایه او د دې موضوع پر اړتیا او اهمیت یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي د کچې لوړول مهم او حیاتي وبلل. ورپسې ښاغلي مولوي مسلم خبرې وکړې او د خاتم النبیین(ص) پوهنتون غزني څانګې څخه یې د دې سیمینار د تنظیمولو له امله مننه وکړه. نوموړی د دغه ډول سمينار د جوړېدو پر اړتيا خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د عامه پوهاوي نشتوالى په ګوته کړ. همدا راز نوموړی د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د اور وژنې د مرکز د فعالیت او د هغه د اسانتیاوو او ظرفیتونو په اړه غونډې ګډونوالو ته راپور وړاندې کړ.

د پروګرام بله برخه د زلزلې او اورلګیدنې پر مهال د خوندیتوب د اصولو روزل او د ورته پیښو په صورت کې د مخامخ کیدو او چلند څرنګوالی و چې د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د اور وژنې څانګې د همکارانو له خوا ترسره شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

tx79 club game danh bai 3 cay southampton vs bournemouth soi keo bong da 22h00 15 02 2025 khach lan chu typhu club ban ca h5 388bet soi keo 30998 no hu cwin05 tham gia choi no hu thang lon cuc uy tin khuyen mai ngay vang tk88 minipoker no hu top 5 nha cai xanh chin nhat danh de theo con vat cap so lo thuong ra keo xien slot 59166 no hu 79 win choang club 8888 47753 ban ca sieu thi slot 9310 cach tinh tien cuoc bong da chuan v9win soi keo 64178 ieu chi lua chon game bai tai cong game go88 lot88 vin