[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني په څانګه کې د “تشبث، اقتصادي پراختیا، هوساینې او د فقر کمولو” په اړه علمي سیمینار جوړ شو.
د چهارشنبه په ۲/۳/۱۴۰۳ نیټه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د اقتصاد پوهنځی په هلو ځلو او د افغانستان د حقوقي او اقتصادي مطالعاتو انستیتیوت AELSO په همکاری د « تشبث، پراختیا، هوساینې او د فقر کمولو» علمي سیمینار په لاره واچول شو. غونډه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګې د ابو ریحان البیروني د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
دغه سیمینار چې موخه یې د محصلینو د پوهاوي د کچې لوړول او د خلاقیت او تشبث وده وه، د پوهنتون محترم رئیس ښاغلي ډاکټر حبیبي، د غزني پوهنتون رئیس محترم مولوي عبدالواسع منصور او ورسره پلاوی، د غزني ولایت د اقتصاد رئیس محترم مولوي نادرشاه شریف او ورسره پلاوي، د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې محترم مرستیالان او استادان هم ګډون وکړ. غونډه د کلام الله مجید په تلاوت سره پرانیستل شوه ورپسې د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې محترم رئیس ښاغلي ډاکټر حبیبي وینا وکړه او په تالار کې یې حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ALSO موسسه او د اقتصاد پوهنځي له مشرتابه څخه د دې علمي غونډې د ترسره کولو له امله مننه وکړه. او په دریو علمي برخو (پوهنه، څیړنه او د متشبثینو پر موضوع خبرې او ټینګار وکړ.
د دې غونډې بل ویناوال د ALSO موسسه د مدیره هیئت رئیس ښاغلي حنیف فرزان و، چې د متشبثیت پر اهمیت یې له شخصي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي لید څخه خبرې وکړې او متشبثیت یې د بې وزلۍ د کمولو، پرمختګ او سوکالي اقتصادي وسیلې په توګه معرفي کړ. هغه د متشبثینو کمپ په افغانستان کې د متشبثینو د تمرین لپاره غوره فرصت وباله او له ځوانانو یې وغوښتل چې د متشبثینو په کمپ کې په ګډون سره خپل اقتصادي نظریات په عمل کې بدل کړي او په دې رقابتي پروګرام کې چې د پوهنتونونو، ځوانانو او تخنیکي-مسلکي څانګو ترمنځ په دریو برخو کې جوړیږي شریک شي.
د دغه سيمينار بل ويناوال د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر غړي او د خاتم النبيين (ص) پوهنتون د مسلکي پراختيا د مرکز مشر ډاکټر محمد اسحاق مهدوي وو. ډاکټر مهدوي “په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ، سوکالۍ او د بې وزلۍ د کمولو لپاره د اغیزمنو حل لارو” په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اقتصادي بې وزلۍ د علمي فقر له امله اغیزمنه شوې او اقتصادي بې وزلۍ له علمي فقر سره تړلی وګنل او زیاته یې کړه چې سوکاله، باثباته، خپلواک او خودکفا افغانستان په “کارپوه او ژمن بشري ځواک”، “علم او ​​پوهه” او “ټیکنالوژۍ” پورې تړلي وي.
د غزني د دولتي پوهنتون رئیس مولوي عبدالواسع منصور د غونډې د راتلونکي ویناوال په توګه د ځوانانو لپاره د زده کړو پر ارزښت او د هېواد په پرمختګ کې د هغې پر رول او د یوې باخبرې او فرهنګي ټولنې په جوړولو کې د پوهنې پر رول خبرې وکړې. د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو او د د کار بازار ته د هغوی د چمتو کولو لپاره د زده کړې ځای ته اشاره وکړه.
د دې غونډې پنځم ویناوال د غزني ولایت د اقتصاد رئیس مولوي نادرشاه شریف وو. نوموړي د متشبثینو په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د فعالیتونو او په پراختیا، د بې وزلۍ په کمولو او سوکالۍ کې د هغه د رول په اړه خبرې وکړې او په دغو خبرو کې یې د کارموندنې او اقتصادي هوساینې په برخه کې د متشبثینو پر اهمیت او د هغو اقداماتو په اړه ټینګار وکړ. د افغانستان اسلامي امارت د متشبثینو د ملاتړ په موخه په هیواد کې د متشبثینو د ودې لپاره د افغانستان اسلامي امارت راتلونکي پلانونه د متشبثینو په روزنه او پیاوړتیا کې د پوهنتونونو رول ته اشاره وکړه.
د دې غونډې وروستى ويناوال د ALSO موسسې د پروګرامونو رئيس ښاغلی عبدالقادر بهشتي وو. نوموړي د متشبثینو او د هغې د اړتیاوو، د متشبثینو د عملي اقداماتو په اړه چې په راتلونکې میاشت کې به د خاتم النبیین پوهنتون په مرکزي څانګه کې جوړیږي او محصلین څنګه کولای شي په دې کمپ کې ګډون وکړي، په تفصیل خبرې وکړې.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
+37
 
 
See insights and ads
Boost post
 
All reactions:
38
 
 
 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

mibet poker 65080 xem ty le bong da zowin poker 27470 bwin tai xiu 48929 bai 3 cay b52 club gioi thieu huong dan choi cuoc 3 cay b52 tf88 tai xiu 8325 vuong quoc banh club vb88 8888 74899 wellbet soi keo 31369 seek girl ii bong lo de la gi new88 8888 81424 mau binh cach choi mau binh online tk88 keo cuoc 2 hoa giai ma suc hap dan tuyet voi tai go88 tai xiu 1 4 chuan ac milan vs crvena zvezda soi keo bong da 03h00 12 12 2024 chu nha ap dao keo co hoi kep poker 36246 ban ca bien sau how to tackle overconfidence in poker