[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم‌النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګې د کانکور۲۳مه دوره د ۱۴۰۴ کال د اسد په ۱۷مه، د جمعې په ورځ د پوهنتون د مسئولینو او د لوړو زده‌کړو وزارت د څارنې پلاوي په شتون کې په بریالیتوب او شانداره توګه ترسره شوه. دا مراسم د قران کریم په مبارکو آیتونو د قاري محمد علي حسینی لخوا، چې پخپله یو کانکور ورکوونکی و، په تلاوت سره پیل او د پوهنتون د عمومي اړیکو مدیر استاد بسم‌الله فطرت لخوا یې سمبالښت وشو. وروسته د پوهنتون خاتم‌النبیین(ص) د غزني څانګې رئیس ډاکټر حبیبي او د لوړو زده‌کړو وزارت د څارنې پلاوي غړي پوهنمل استاد صفا وینا وکړه.

د پوهنتون رئیس، ډاکټر حبیبي، د لوړو زده‌کړو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د غزني پوهنتون له همکاریو څخه یې مننه وکړه. هغه د پوهنتون خاتم‌النبیین(ص) پر کلیدي رول د “تعهد او تخصص” شعار په تحقق او د ټولنې په پراختیا کې ټینګار وکړ. نوموړي کانکور ورکوونکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې پوهنتون د کیفیت، صداقت، قانونمندۍ او د لوړو زده‌کړو وزارت د اصولو پلي کولو ته په ټولو پوهنیزو پړاوونو کې بشپړ ژمن دی.

وروسته، د غزني پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی علمي کدر پوهنمل محمد مصطفی صفا، د لوړو زده‌کړو وزارت د څارنې پلاوي په استازیتوب، د ډاکټر حبیبي او پوهنتون استادانو له هڅو څخه مننه وکړه او د متخصصو او ژمنو محصلینو په روزنه کې یې د پوهنتون خاتم‌النبیین(ص) پر مثبت اغېز ټینګار وکړ. هغه د محصلینو پر فردي مسئولیت ټینګار وکړ او کانکور ورکوونکو ته یې په خطاب کې وویل: “په محصل کې د جدي بدلونونو مسئولیت پخپله د محصل دی، نه د پوهنتون د استاد، نو باید محصل اراده ولري او خپله تاریخي رسالت وپیژني.”

د مراسمو په پای کې، د پوهنتون د ازموینو چارو مدیر استاد احمدرضا رضوي، د ازموینې د بهیر او پوښتنو ته د ځواب ویلو په اړه کانکور ورکوونکو ته لازم توضیحات وړاندې کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

kun888 club poker no hu 83203 cach choi keo chau au brighton vs brentford soi keo bong da 02h30 28 12 2024 chu nha tro lai vz99 poker 45334 huong dan choi sam loc keo dong banh getafe vs barcelona soi keo bong da 03h00 19 01 2025 lam kho vi khach tip bong da chuyen gia cach choi lo to max88 hack tien len mien nam de cham tai xiu 14986 huong dan cuoc blackjack no hu 17982 cach xoa tai khoan sin88 bigchip soi keo 91443 gv99 club nha cai tk88d dang nhap ngay nhan qua khung sicbo tk88 no hu tay du than khi quay hu vip