[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د ۱۴۰۴ کال د غبرگولې په ۳۱مه، د شنبې په ورځ، د نور غزنه په خصوصي ښوونځي کې د دولسمو ټولګیو زده کوونکو لپاره د حقوق او سیاسي علومو څانګو د ظرفیتونو او راتلونکو فرصتونو په اړه یو روزنیز او معلوماتي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام چې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي (غزني څانګه) لخوا، د دغه پوهنتون د مشورې او کارموندنې مرکز په همکارۍ تنظیم شوی و، د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو او وروسته د حقوق ډیپارټمنټ استاد او د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د مشورې او کارموندنې مرکز مسوول، استاد کمال الدین عظیمي خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې “د زده کوونکو لپاره د اغېزمنو زده کړو تخنیکونه” موضوع تشریح کړه او د مطالعې، تمرکز او تحصیلي پلان جوړونې په اړه یې کلیدي ټکي بیان کړل. د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې د مشورې او کارموندنې مرکز مسوول، د خپلو خبرو په بله برخه کې، زده کوونکو او فارغانو ته د مشورتي خدماتو، تحصیلي لارښوونو او د کارموندنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د دې ادارې بشپړ چمتووالی اعلان کړ. د دې پروګرام بل ویناوال، د حقوق ډیپارټمنټ استاد او آمر، ډاکټر حسن رضا شایان فر و. هغه د حقوق او سیاسي علومو څانګو ظرفیتونو، کاري برخو او په ټولنه کې د هغې ځای په اړه یو روښانه او هر اړخیز انځور وړاندې کړ او زده کوونکي یې د تحصیلي څانګې د باخبره او هدفمند انتخاب په اړه لارښوونه وکړه. د حقوق ډیپارټمنټ آمر، حقوقي څانګه د یوې کلیدي، اغېزناکې او په دولتي، قضایي، حقوقي، نړیوالو او غیر دولتي بنسټونو کې د کاري فرصتونو لرونکې څانګه معرفي کړه او د عامه او ټولنیزو چارو په تحلیل، مدیریت او رهبرۍ کې د سیاسي علومو پر حیاتي رول ټینګار وکړ. دا پروګرام چې د زده کوونکو له پراخ هرکلي سره مخ شو، د پوښتنو په ځوابولو سره پای ته ورسېد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

cach choi roulette 8888 85790 99ok 8888 30695 bat mi cach choi game bai poker nha cai cwin05 cho tan thu de ra 32 hom sau danh con gi cac uu dai dac biet doi voi thanh vien cap do vip b52 club no hu doi thuong tro choi thuong lon trai nghiem tai cwin fold pocket aces in poker lo truot hitclub 8kbet soi keo 56368 hiep si xanh underrated hands holdem poker 789 club nhung game bai noi tieng tai 188bet kwin tai xiu 71059 ecchi sensei sam loc slot 54614 al shoujo 789club anh ban ca 3 mien khi nao 8 bit no hu