[xyz-ips snippet="shamsi"]

د پوهنتون په تشکيلاتي جوړښت کې د استادانو د چارو مديريت د علمي- تدريسي مرستيال له فرعي کټګوريو څخه دی. دا اداره د دې مرستیال سره مستقیمه اړیکه لري او د پوهنتون د اهدافو سره سم د استادانو په چارو کې(مادي او اخلاقي) کار کوي او د استادانو سره د ټولو علمي او قراردادي مسایلو مسؤولیت لري.



نوم او تخلص: عتیق الله حیدري

د زیږون کال او ځای: د غزني ولایت ناور ولسوالي

تحصیلي څانګه: انګلیسي ادبیات

تحصیلي درجه: لیسانس

سازماني موقف: د استادانو د چارو مدیریت

 
Atiq_haidari
  • تحصیلي حالت: د غزني پوهنتون څخه په انګلیسي ادبیاتو کې د لیسانس سند

د استادانو د چارو د مدیریت د دندو توضیحات:

  1. د علمي کدر د غړو د دندو لایحې او اړوند نور قوانین او مقررات پلي؛
  2. د استادانو او ادارې تر منځ د ارتباط پل او د پوهنتون ادارې ته د استادانو د غوښتنو رسول؛
  3. د علمي کدر د استادانو د تقرر، تثبیت او ترفیع پورې اړوند د تصویب طرزالعملونه ترتیبول؛
  4.  د اوونیرې درسي برنامو تطبیق او د جبراني درسونو په اړه د اړوندو استادانو سره د اړتیا وړ همغږي کول؛
  5. د کدري او قراردادي استادانو د کارموندنې دوسیې جوړول او بشپړول؛
  6. د پوهنځیو څخه د کدري او قراردادي استادانو د اونۍ مهال ویش ترلاسه کول او د دوی د دندو د پلي کولو نظارت لپاره مهال ویش ترتیب کول؛
  7. د موظفي څخه بهر د حق الجلسې، مالي راپورونو او د کدري او قراردادي استادانو د تدریس فیسونو راپور علمي مرستیال ته لیږل؛
  8. د صیب په سیسټم کې د استادانو هراړخیز معلوماتو (تعلیمی، څیړنیز او نور) راټولول، بشپړول او اصلاح کول؛
  9. د سیسټم څخه د پروفیسورانو د ارزونې پایلې ایستل او اړوندو چارواکو او پخپله استادانو ته یې اعلان کول؛
  10.  د تعلیمي کال په پیل او پای کې د استادانو د رخصتۍ ترتیب او راپور ورکول؛
  11.  د استادانو عادي او جبراني ټولګیو بدلولو او په لار اچولو لپاره اړین همغږي؛
  12.  په نصاب او نورو چارو کې د اړونده استادانو د همغږۍ په اړه د زده کونکو مراجعات ترسره کول؛
  13.  د ازموینو په ترسره کولو کې د ازموینې له کمیټې سره همکاري؛
  14.  د احصایوي جدولونو چمتو کول او بشپړول چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د استادانو په اړه لیږل شوي؛
  15.  د هرې میاشتې په پیل کې د حاضریو ویش او د هرې میاشتې په پای کې د تدریسي مدیریت ته راټولول او سپارل؛
  16.  د ښوونکو د تعلیمي اړتیاو چمتو کول او ویشل؛
  17.  د سیب سیسټم مدیریت (د استادانو برخه)؛
  18.  د قوانینو، مقرراتو او موخو سره سم د چارواکو لخوا د نورو اړوندو دندو پلي کول؛
  • د اړيکې شمېره: ۰۷۷۴۸۳۵۳۳۵
  • د بریښنالیک پته: [email protected]
dang nhap hitclub tips bong da la gi kinh nghiem choi bai mau binh win fun sai lam khi choi no hu dwin soi keo 69852 ban ca vang soi keo 27147 ban ca san thu tai xiu no hu tai game ban ca doi thuong nohu90 la gi thuy cung tai xiu 98771 kinh nghiem choi bai tien len mien nam cac game casino tai max88 dang ky tai khoan go88 soi cau mien bac poker 54239 no hu ong do sydney fc vs central coast mariners soi keo bong da 15h35 11 01 2025 diem tua san nha cach danh cau nghieng tai xiu bau cua doi thuong online