شنبه 1 ثور 1403 برابر با Saturday, 20 April , 2024

د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې د ۱۴۰۱ محصلینو د فوټسال ټورنمنټ پرانیسته  تر سره شوه. د دغه پوهنتون د ښاغلي رئیس، د مالي ادارې د محترم مرستیال، د استادانو او محصلینو د محترم استازي په حضور کې ترسره شوه.

پروګرام د قاري بشیر احمد اصف د سپیڅلي کلام په مبارکو ایتونو سره پیل شو او ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر حسین حبیبي د ورزشکارانو له پرلپسې شتون څخه د مننې ترڅنګ د سپورت په ځانګړي ډول د فوټسال په ارزښت خبرې وکړې. بیا ډاکټر هاشمي په نننۍ ټولنه کې د سپورت رول مهم وباله.

د یادولو وړ ده چې د محصلینو فوټسال ټورنمنټ به د موج ټیمونو. جوانان اریایی، هدف خاتم، پیشتازان طب، ستارګان خاتم، حقوق اتلان، فارمسي 2، ممتازان خاتم، شیران سنګر،نخبګان خاتم، خاتم ایف سي، همدیګر پذیری سی ، اقتصاد ، استقلال خاتم،اتحاد خاتم ١، پیشتاز خاتم، اقتصاد 4، همدیګر پذیری بی، الفا، توحید، خنجر او د طب پوهنځي نهم سمستر به د یو بل تر مينځ سیالي کوي چي نني پروګرام د مالي معاونيت مرستیال اقتصاد پوهنځي استازي او د ټیمونو د استازو په شتون کي د قدرمن ريس د ربن په پریکولو سره په رسمي توګه پیل شوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *