[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

په۱۴۰۴ کال پسرلني سمستر کې نوي شامل شوي محصلینو ته د توجیهي غونډه جوړه شوه. د خاتم النبیین (ص) پوهنتون غزني څانګې د محصلانو چارو مرستیالۍ د پسرلني سمستر ۱۴۰۴ نوي شامل شویو محصلینو ته دوشنبه، د ۱۴۰۴/۱/۲۵ نېټې د پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو، ډیپارټمنټونو رئیسانو او نویو شامل شویو محصلینو په حضور د ابوریحان البیروني په تالار کې توجیهي غونډه جوړه کړه. دا غونډه د حقوقو ډیپارټمنټ آمر ډاکټر شایانفر په لارښوونه او د معالجوي طب د یو محصل اعزاز الله په سپېڅلي قران کریم تلاوت سره پیل او د پوهنتون رئیس د لارښوونو په وینا سره پای ته ورسېده. د خاتم النبیین غزني څانګې رئیس ښاغلي ډاکټر حبیبي په خپلو خبرو کې د پوهنتون د مشرتابه او مسوولینو د جدي عزم په اړه د معیاري خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د ژمنتیا او تخصص اصولو ته په پام سره یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې: “نوي شامل شوي محصلین باید خپله ډېره توجه او وخت په زده کړې او علم ترلاسه کولو باندې متمرکز کړي او د متخصصو او ژمنو ځواکونو په توګه خپلې ټولنې او هېواد ته د خدمت کولو لپاره ځانونه چمتو کړي.” په دوام کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد معرفت، د علمي چارو مرستیال ښاغلي ډاکټر کریمي، د پوهنتون مالي آمر ښاغلي محبي او د مشاورې او کارموندنې مرکز آمر ښاغلي استاد عظیمي هر یوه د لوایحو او مقرراتو په تشریح او د اړوندې ادارې په معرفي کولو سره خبرې وکړې او غونډه د مشاورې او کارموندنې مرکز د مسوول استاد عظیمي په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *