سه‌شنبه 26 سرطان 1403 برابر با Tuesday, 16 July , 2024

د تخنیکي نظر څخه، موږ کولی شو ووایو چې ډیزاین د متني انځورونو، سمبولونو او د هنر کارونو له لارې د بصري اړیکو هنر دی، چې د ګرافیک ډیزاینر مسؤلیت دی؛

 

 

نوم او تخلص: زکریا محمدي

د زیږون کال او ځای: د غزني ولایت، جغتو ولسوالۍ،۱۳۷۴

تحصیلي څانګه: حقوق او سیاسي علوم

تحصیلي درجه: لیسانس

سازماني موقف: د ډیزاین و طراحي مدیریت

 

photo_۲۰۲۳-۱۲-۱۱_۱۰-۳۱-۵۱
  • د حقوق او سیاسي علومو لیسانس، خاتم النبیین(ص) غزني څانګه
  • ګرافیک ډیزاینر د خاتم النبیین(ص) پوهنتون، غزني څانګه، ۱۴۰۱ تر اوسه
  • د خاتم النبیین(ص) پوهنتون فرهنګي او تعلیمي آمریت، ۱۴۰۰-۱۴۰۱
  • د حقوق، سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو تدریسي مدیر، ۱۳۹۹-۱۴۰۰

د ګرافیک ډیزاینر د دندو توضیحات:

  1. د پوهنتون د پیژندنې کڅوړې د پاڼې ترتیب او ډیزاین
  2. د بینرونو، اعلانونه، ستاین لیکونو او د پوهنتون د پروګرامونو نور مهم اړتیاوې ډیزاین
  3. د اړتیا په صورت کې او د مافوق مقام له تصویب وروسته د چاپ لپاره د ډیزاین شوي توکو لیږل
  4. د مافوق مقام په امر د پوهنتون د غونډو او برنامو د عکس اخیستنې او خبرونو پوښښ کې همکاري
  5. د معلوماتي چینلونو د منځپانګې اړتیاو چمتو کولو او د دوی منځپانګې تازه کولو کې همکاري
  6. د تحصیلي مجلې، فصلنامې او د پوهنتون کتابونو د مافوق مقام په امر سره د پاڼو ډیزاین
  7. د پوهنتون د پروګرامونو په فلم کولو او ایډیټ کولو کې همکاري او په چینلونو کې د خپرولو لپاره چمتو کول
  8. د پوهنتون د پروګرامونو څخه د ثبت شویو عکسونو او ویډیوګانو آرشیف
  9. د خپرونو او معلوماتو د مدیریت د اداري کارونو په پرمختګ کې همکاري
  10. د مافوق مقام په امر باندې د نورو چارو پلي کول چې د سازماني موقف او کاري ساحې پورې اړوند وي
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۷۱۰۰۱۵۶
د بریښنالیک پته: [email protected]