[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د هوا د ککړتیا څخه د مخنیوي اونۍ د نمانځلو او د موضوع د اهمیت په اړه د پوهاوي کچې لوړولو په موخه، د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۱۳مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د حقوقي کلینیک په تالار کې، د “په هوا کې د مایکرپلاستیکي ککړتیاوو پېژندنه او د انسان بدن ته یې خطرونه” تر سرلیک لاندې یوه علمي- فرهنګي ناسته جوړه شوه.

دا ناسته چې د فرهنګ، دعوت او اسلامي ارشاد آمریت، اداري او مالي مرستیالۍ او علمي مرستیالۍ په هڅو جوړه شوې وه، د پوهنتون د محصلینو روح الله جعفري لخوا په اجرا او د شهیر جوادي لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د محترم استاد جلیل کریمي، د اداري او مالي مرستیال او د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر غړي، لخوا پرېزېنټېشن وړاندې شو.

استاد کریمي په پیل کې د ګډونوالو شتون ته ښه راغلاست ووایه، وروسته یې د موضوع اړتیا او اهمیت ته اشاره وکړه او دا یې په نړیواله کچه او په افغانستان کې د ملي امنیت لپاره یو ننګونه او ګواښ وباله چې په پایله کې یې بېلابېل امراض، اقلیمي بدلونونه او چاپېریالي ککړتیاوې د بحران تر کچې رسېدلې دي.

د مایکرپلاستیک او نانوپلاستیک تعریف، د مایکرپلاستیک د جذب سرچینې او د انسان بدن ته د هغوی د نفوذ لارې، د مایکرپلاستیک په واسطه د هوا د ککړتیا شدت، د انسان پر فزیکي او رواني روغتیا، پر جنینونو، نسل اخیستنې او راتلونکو نسلونو باندې د هغوی منفي اغېزې او د خطر کمولو لپاره لارې چارې، هغه نور مهم موضوعات وو چې په دې علمي- فرهنګي ناسته کې د اداري او مالي مرستیال لخوا پرې بحث وشو. هغه په دې ناسته کې ګډونوالو ته د خطر کمولو لپاره ځینې لارې چارې هم په ګوته کړې، لکه د پاکو اوبو کارول، د عضوي او له پلاستیکي بسته‌بندۍ څخه پرته د خواړو کارول، د یو ځل مصرف پلاستیکي توکو د مصرف کمول، په جامو کې د طبیعي فایبرونو کارول او د هوا د فیلټرونو کارول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

roulette table wheel and betting layout r365 8888 13453 sam loc cyber game mo thay ran cmd368 slot 59528 choang club cau thu haaland xi to poker ba la max88 chelsea vs southampton soi keo bong da 03h15 26 02 2025 chu nha vung len az club king jack suited an khe tra vang tai thien duong tro choi khuyen mai win79 cong thuc danh xoc dia hip club tai xiu 87063 ban ca zui club tk88 lua dao sanh vip club live baccarat meo danh lo truot