Warning: Undefined array key "HTTP_ACCEPT_LANGUAGE" in /home/khatam/public_html/index.php on line 18
د نور خاتم النبیین (ص) روغتون په همکارۍ د وړیا روغتیايي کمپ ترسره کېدل - د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګه
[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د ۱۴۰۴/۰۵/۱۶ نېټې د پنجشنبې په ورځ، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي (د غزني څانګه) او د نور خاتم النبیین (ص) روغتون په نوښت او هڅو، د پوهنځي په لابي کې د وړیا روغتیايي خدمتونو کمپ ترسره شو.

دا کمپ چې د هېواد د اکادمیسن، حضرت آیت الله العظمی محسني (رح) د شپږم تلین سره هم مهاله او ټولنې ته د وړیا روغتیايي خدمتونو د لا زیات لاسرسي په موخه جوړ شوی و، لاندې معاینات او ازموینې یې وړاندې کړې:

  • د هیپاټایټ B لپاره د HBS معاینه
  • د هیپاټایټ C لپاره د HCV معاینه
  • د HIV (ایډز) معاینه
  • د ایچ پایلوري (Helicobacter pylori) معاینه
  • د شکرې معاینه
  • د وینې د غوړو معاینه
  • د وینې د ګروپ معلومول

دا خدمتونه د ټولنې مختلفو برخو لکه عالمانو، طالبانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، د ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو، مجاهدینو، مشرانو او سپین ږیرو او نورو ګډونوالو ته چې د مرحوم په شپږم تلین کې یې برخه اخیستې وه، وړاندې شول.

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون (د غزني څانګه) له ریاست، د نور خاتم النبیین (ص) روغتون له مدیریت، طبي کارکوونکو او ټولو هغو کسانو څخه چې د دې کمپ په ترسره کولو کې یې ونډه اخیستې وه، په صمیمانه توګه مننه کوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

9 + 12 =