د سیب پوهنتوني سیسټم څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالي په اړه ښوونیز سمینار جوړ شو - د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګه
[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۲۶مه نېټه، د ۱۴۰۴ کال د پسرلی د لومړي سمستر محصلینو لپاره، د سیب پوهنتوني سیسټم څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالي په اړه یو ښوونیز سمینار د خاتم النبیین پوهنتون (ص) د غزني څانګې د ابوریحان په تالار کې جوړ شو.

دغه سمینار چې د معالجوي طب پوهنځي د الکترونیکي زده کړو کمېټې په هڅو ترتیب شوی و، د همدې پوهنځي د یوه محصل له خوا د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلانو چارو محترم آمر ښاغلي صفر علي فصیحي په پریزنټشن سره ادامه وموندله. ښاغلي فصیحي په دې پریزنټشن کې له دغه سیسټم څخه په ګټه اخیستنه کې د محصلینو لپاره اړین او اساسي ټکي په ډېر ښه او واضح ډول تشریح کړل او په دې برخه کې یې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *