[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم‌النبیین پوهنتون او ادارې او محاسبې انستیتیوت ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک د عملي کولو په لړ کې، د سې شنبې په ورځ، د 1404 کال د سرطان په 3مه نېټه، د غزني ولایت په ادارې او محاسبې انستیتیوت کې د اقتصاد څانګې د مینه والو محصلینو لپاره د تحصیلي مشورې په اړه یوه ناسته جوړه شوه.

دا ناسته چې د خاتم‌النبیین پوهنتون غزني د اقتصاد پوهنځي او مشورې او کارموندنې مرکز په همت او د عمومي اړیکو د محترم مسوول ښاغلي فطرت په همغږۍ جوړه شوې وه، او په کې د انستیتیوت یو شمېر محصلینو، استادانو او مسوولینو ګډون کړی و، د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او وروسته د اقتصاد پوهنځي علمي غړي ډاکټر سید محمدتقي هاشمي خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې د علم اهمیت او د ټولنو په پرمختګ کې د پوهې کلیدي ځای په اړه وویل او د پیچلو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په حل کې یې د اقتصاد د رول په اړه معلومات ورکړل او په عصري نړۍ کې یې دې علم ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

د پروګرام بل ویناوال د اقتصاد پوهنځي مشر استاد اسحاق علي فهیمي و. هغه د خاتم‌النبیین پوهنتون د اقتصاد څانګې په برخه کې شته امکانات او ظرفیتونه معرفي کړل او د دې څانګې د زده‌کړو او څېړنو فرصتونو ته یې اشاره وکړه. د پوهنځي مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې، د دې څانګې د پراختیا او له کاري بازار سره د اړیکو ټینګولو لپاره د پوهنتون د راتلونکو پلانونو خبر ورکړ.

د دې پروګرام وروستی ویناوال د مشورې او کارموندنې مرکز مسوول استاد کمال الدین عظیمي و، چې د کاري او تحصیلي بریالیتوبونو په برخه کې یې د نرمو مهارتونو د رول په اړه خبرې وکړې. هغه په دې خبرو کې د اغېزمنې اړیکې، د وخت مدیریت، ټیمي کار، ستونزو حل او انتقادي فکر په څېر د نرمو مهارتونو پر اهمیت سربېره، ټینګار وکړ چې دا مهارتونه د تخصصي پوهې د بشپړوونکي په توګه، د هر فرد په تحصیلي او کاري برخو کې د بریالیتوب ترلاسه کولو کې خورا مهم رول لوبوي. هغه د خاتم‌النبیین پوهنتون د مشورې او کارموندنې مرکز د مشورې ورکولو او د نرمو مهارتونو په ښه کولو کې د محصلینو همکار معرفي کړ.

دا ناسته چې د انستیتیوت د محصلینو او مسوولینو له پراخ هرکلي سره مخ شوه، په اقتصاد څانګه کې د راتلونکو لارو چارو سره د اشنایۍ او د کاري بازار کې د بریالیتوب لپاره د اړینو مهارتونو په اړه د پوهاوي د زیاتوالي لپاره د مشورې له لارې مناسب فرصت برابر کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

meo danh lo de bo vang ai cap rut tien no hu sunwin ca cuoc the thao tk88 cau thuan cau nghich tai xiu la gi guide to rng ban ca thuy hu cuoc xau bong da du doan napoli vs verona soi keo bong da 02h45 13 01 2025 chu nha lan luot w88 slot 90269 kinh nghiem choi slot game online chuan so 1 tai cwin casino365 soi keo 66799 phom ta la bsport no hu 17848 win456 soi keo 82321 bac nho lo de cach choi lieng bai cao 88 poker 4896 thuat toan xoc dia