شنبه 1 ثور 1403 برابر با Friday, 19 April , 2024

نن سه شنبه ۸/۶/۱۴۰۱ نیټه د پوهنتون محترم ریاست د ټولګیو له استازو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د  خاتم النبیین پوهنتون د غزنی څانګی رئیس دکتر حسین حبیبي د محصلینو او د پوهنتون د ادارې ترمنځ د هماهنګۍ په رامنځته کولو کې د ټولګیو د استازو د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ د نارینه او ښځینه وو د اختلاط د مخنیوي په اړه خبرې او یادونه وکړه چې د نظم او ډسپلین او د چارواکو د امرونو څارنه د امربه معروف ونهی عن منکر د حکمونو رعایت د دې پوهنتون یو له مهمو پروګرامونو څخه دی، چې محصلین یې باید مراعات کړي. دغه راز د پوهنتون ادارې د لا زياتو تخنيکي اسانتياوو برابرول او د پوهنتون اسانتياوو ته د زياتو محصلينو لاسرسى او د اداري چارو په آسانۍ سره تطبيق د دغه پوهنتون د نورو پروګرامونو په لړ کې ياد کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *