دوشنبه 6 حمل 1403 برابر با Monday, 25 March , 2024

د خاتم النبیین پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استادانو د افکارو د سمون غونډه د سه شنبې په ورځ (۲۲/۶/۱۴۰۱) نیټه د پوهنتون رئیس، د پوهنځي رئیس،د دیپارتمنت محترم استادان، امیران د محترم ریس په دفتر کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د پوهنتون محترم رئیس په ټولګیو کې د استادانو په منظم حضور، له نصاب سره سم د منابعو چمتو کول، د نوټ ورکولو په مخنیوي او داسې نورو باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د دا ډول غونډو جوړول د تدریس د کیفیت له ښه والي سره مرسته کوي. ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر کریمي د استادانو لپاره د ښوونې او روزنې، ادارې او د ازموینې اړوند په دریو برخو کې د استادانو دندې او مسوولیتونه تشریح کړل. د غونډې په دوام کې د پوهنځي استادانو خپلې تجربې شریکې کړې او د منابعو د چمتو کولو پر څرنګوالي یې خبرې وکړې. او پرېکړه وشوه، چې د دا ډول غونډو د پرانېستې او د پوهنځیو اړوندو موضوعاتو ته د اړتیا په صورت کې دې په منظم ډول خبرې وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *