د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د محصلینو د پسرلني
سمستر وروستۍ ازموینې د شنبې په ورځ د 1403 لمریز
کال د سرطان د میاشتې په نهمه نېټه د دغه پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې پیل شوې.
په دې مراسمو کې چې د محصلانو چارو مرستیال، د اداري او مالي چارو مرستیال، د پوهنځیو
رئیسانو، استادانو، د ډیپارټمنټونو
آمرینو او د ازموینو څارونکو ګډون کړی وو پیل شو.
دغه پروګرام د ازموينې د کميټې د مدیر استاد رضوي په اجرا او د حقوقو او سياسي علومو د
پوهنځي د محصل سيد حسن اميني له خوا د کلام الله مجيد د څو مبارکو ايتونو په تلاوت
سره پيل شو او ورپسې د استادانو ويناوې وشوې. د دعوت او اسلامي لارښود محترم مشر مولوي ذبیح الله سعید ورپسې د
محصلانو چارو مرستیال استاد
فصاحت خبرې
وکړې او د معینینو
او محصلینو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې یې د ازموینې اصول او مقررات زده کوونکو ته
تشریح کړل او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. د فصاحت استاد له وینا وروسته
محصلینو ته د ازمویني پاڼې
ورکړل شول او
ازموینه په رسمي ډول پیل شوه.