سه‌شنبه 28 حمل 1403 برابر با Tuesday, 16 April , 2024
دانشکده حقوق و علوم سیاسی

د حقوقو د دیپارتمنت د علمي شورا غونډه د دې دیپارتمنت د غونډې د مهالوېش له مخې د ۲۱/۶/۱۴۰۱ نیټې له مخکې اعلان شوې اجنډا سره سم د دې دیپارتمنت د علمي شورا د غړو په حضور کې جوړه شوه. د حقوقو دیپارتمنت په دیارلسمه غونډه کې پر اداري او تحصیلي موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. په دې غونډه کې د استادانو علمي او انفرادي پلانونه او د حقوقو دیپارتمنت د تدریس د ښه والي پلان په هر اړخیزه توګه وڅېړل او تایید شو. په دې غونډه کې د اخیرني سمستر د یو شمېر هغو محصلینو غوښتنلیکونه هم تر بحث لاندې ونیول شول، چې د کریډیټ د زیاتوالي له ستونزې سره مخ وو او د لوړو زده کړو وزارت د کریډیټ سیسټم د لایحې په رڼا کې ورته مناسب حل لاري وړاندې شو. د حقوقو دیپارتمنت د علمي شورا هم د “مونوګراف” د سرلیک او د د لارښوني استاد د انتخاب په اړه د محصلینو غوښتنې وڅېړلې او د سرلیکونو او د هغوی د لارښووني استادان یې وټاکل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *