شنبه 1 ثور 1403 برابر با Saturday, 20 April , 2024

د دوشنبې په ورځ (۶/۲۱/۱۴۰۱) سهار او ماسپښین ټایمونو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ له خوا د محصلینو، اړتیاوي، لازمی اوغیر لازمی د پوهاوي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د پوهنتون رئیس ښاغلي حبیبي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس، د حقوقو او سیاسي علومو د دیپارتمنت رئیس او د دغه پوهنځي د استادانو یوې ډلې ګډون درلود. د محصلینو شاندار شتون او د هغوی هرکلي په ځانګړې توګه د سهار ټایم پکې بې ساري وو. د دې پروګرام د تطبیق چارې د یو محصل ښاغلي انوري له خوا ترسره شوې او غونډه د قاري بشیر احمد آسف له خوا د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي حبیبي وینا وکړه. نوموړي د علم او سواد او د هغې پر بې ساري اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د پوهنې پر مهال ستونزې لنډمهاله دي، خو له پوهنې څخه غفلت د ابدي افسوس لامل کېږي. نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې محصلینو ته د زده کړو په برخه کې د لا زیاتې هلو ځلو بلنه ورکړه او ویې ویل چې نن سبا د سواد زده کړې معیار د یونسکو له تګلاري سره بدل شوی او زده کوونکي باید له نویو معیارونو سره ځانونه عیار کړي. هغه ټینګار وکړ چې خاتم النبیین پوهنتون به د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره محصلینو په ځنګ کي وي او محصلین باید له دې فرصتونو څخه ډېره ګټه پورته کړي. د محصلینو د رهنمایي کولو لپاره د هر ټولګي لپاره د ښوونکي ټاکل بله مسله وه چې د پوهنتون محترم رئس ورته اشاره وکړه. د دغه پروګرام له ويناوالو څخه يو تن د حقوقو پوهنځي د دیپارتمنت آمر استاد معرفت د پوهنتون د انضباطي قوانينو د تشريح په ترڅ کې محصلينو ته خطاب وکړ او ويې ويل: د انسان د ژوند په ټولو چارو کې د نظم شتون مهم دى. د نظم اهمیت یو دیني اساس هم لري همدارنګه ټولنپوهنه، بشری او انتولوژیکي اساس لري. که موږ له کایناتو څخه نظم لرې کړو، د نړۍ له مخلوقاتو څخه به هیڅ شی پاتې نشي. که موږ له انساني ټولنې څخه نظم لرې کړو. ټولنه به خپل انساني فطرت له لاسه ورکړي. همدا ډول که موږ د هر انسان له ژوند څخه نظم لرې کړو، نو انسان به لوړ هدفونه او انساني کمالونه ترلاسه نکړي. هغه همدارنګه دې ته اشاره وکړه چې: “د شخصي او ټولنیز ژوند په ټولو چارو کې په ځانګړې توګه په علمي ژوند کې د نظم مراعات کول د حقوقو د محصلینو لپاره چې د زده کړې فلسفه او د مطالعې ساحه د ټولنیز نظم تامین او په ټولنه کې د عدالت تامینول دي، ډیر اړین ګڼل کیږي.” د دې غونډې درېیم ویناوال د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي دکتر کریمي وو، چې د کریډیټ سیسټم په اړه یې خبرې وکړې او دغه سیستم یې د پوهنې وزارت د وروستیو اصلاحاتو له مخې محصلینو ته تشریح کړ. هغه د نویو محصلینو شتون ته په پام سره، د کریډیټ سیسټم د ګټو او ځانګړتیاوو د بیانولو تر څنګ، د دې مقرراتو په اړه بشپړ بحث وکړ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *