پنج‌شنبه 15 سنبله 1403 برابر با Thursday, 5 September , 2024
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د حقوق څانګه د خپلو علمي پروګرامونو په لړ کې د سه شنبې په ورځ (23/5/۱۴۰۳) د حقوقي کلینیک د غونډو په تالار کې د «فلسطین له ملي آزادي غورځنګونو څخه ملاتړ» تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړدغه علمي کنفرانس د غونډې د منشي ډاکټر شایانفر لخوا اداره کیده، غونډه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د استازی مولوي سعید لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. او بیا استاد محمد رضا معرفت د «فلسطین د ملي آزادي له غورځنګونو ملاتړ» تر عنوان لاندې خپل څیړنیز راپور وړاندې کړ. په لاندې برخه کې د کنفرانس ګډونوالو ډاکټر خادم حسین حبیبي، ډاکټر غلام رضا کریمي او ډاکټر محمد جواد صمیمي د یادې شوې څېړنیزې مقالې په اړه خپلې علمي نیوکې او ارزونې وکړې او له لیکوال څخه یې وغوښتل چې د دې لیکنې د بشپړولو لپاره شته ستونزې حل کړي. یاده غونډه د برخه والو استادانو په پوښتنو، د لیکوال په ځواب او د استاد کمال الدین عظیمی لخوا په دعا پای ته ورسیده.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *