[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د فوټسال ورزشي ټورنمنټ ترسره کول د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې له کلنیو پروګرامونو او پالیسیو څخه دي، چې د ژوندانه علمي چاپېریال د رامنځته کولو، ورزش ته د زده کوونکو د هڅونې، د مینې او همکارۍ د روحیې د لوړولو او د زده کونکو او اکادمیکانو د روغتیا او هوساینې کچه زیاتولو په موخه ترسره کېږي. د همدې تګلارې سره سم، د دغه پوهنتون د فرهنګ، دعوت او ارشاد آمریت له خوا د (د همپالنې او یووالي) تر سرلیک لاندې د ۱۴۰۳ کال د محصلینو د فوټسال ټورنمنټ چمتو شوی او د پرانېستې مراسم یې د شنبې په ورځ ۱۲/۳/۱۴۰۳ د ماسپښین په۱:۰۰ بجو د افتخار سپورټس کمپلیکس په تالار کې ترسره شوه.
د دې مراسمو په پیل کې، چې په کې د پوهنتون محترم رئیس، اداري او مالي مرستیال، د پوهنتون استادانو او کارکوونکو او په دغه ټورنمنټ کې ګډون کوونکو محصلینو ګډون کړی وو، ښاغلی ډاکټر حبیبي دپوهنتون رئيس خبرې وکړې او په پيل کې يې د فرهنګ، دعوت او ارشاد آمریت ډاکتر بسم الله مهدوي د ټولو هلو ځلو ستاينه وکړه. بیا یې د ټورنمنټ نوم د (همپالنې او یووالي) په نامه یاد کړ او د زده کوونکو د خواخوږۍ او همکارۍ غوښتنه یې وکړه چې د اجتماعي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د ژوند په ټولو برخو کې همکاري وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دا همپالنه او همدردي په ملي کچه او هم د دولت او ملت تر منځ رامنځته شوې او د دې خاورې د ابادۍ، سوکالۍ، عزت او وياړ لپاره بايد هر څوک په ګډه کار او مبارزه وکړي. د وینا په پای کې ډاکټر حبیبي په دې ټورنمنټ کې ټولو ګډون کوونکو لوبډلو ته د بریا هیله وکړه او له ګډون کوونکو څخه یې وغوښتل چې د لوبو پر مهال ورزشي اخلاق او اصول مراعات کړي.
د ډاکټر حبیبي له وینا وروسته د دغو لوبو د پرانیستلو ربن د ریاست مقام او د غزني د خاتم النبیین پوهنتون او د خاتم النبیین د صحي علومو انستیتوت د محترمو استادانو له خوا پرې کړل شو او لوبې په رسمي ډول پیل شوې.
د يادونې وړ ده، چې په دې سياليو کې د طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځيونو او د خاتم النبيين صحي علومو انستيتوت ١٢ ټیمونه برخه اخيستې دي او دوه اوونۍ به په کې يو له بل سره سيالۍ وکړي.
 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

trac kim hoa game bai dan gian hot game bai mau binh ai du doan ket qua tai xiu good888 dang nhap nhan 88k va choi xoc dia top kinh nghiem kiem tien tu game xoc dia hello88 poker 53232 joka 8888 96525 red88 lua dao kim cuong hitclub top poker books five88 soi keo 32800 tren duoi sunwin dan de 30 so bat bai vip79 poker 93431 ban ca xeng ee88 poker 58418 ban ket fa max88 hk86 club slot 29556 baccarat speed max88 tip keo xien bong da