[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د غزني دولتي پوهنتون او خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې، تر منځ د علمي او څېړنیزو همکاریو د تفاهم لیک د مفاداتو د پلي کولو په لړ کې، د “علمي څېړنو کې د مصنوعي ځيرکتيا کارول” تر عنوان لاندې یو تخصصي روزنیز ورکشاپ د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۲۳مه نېټه د غزني دولتي پوهنتون استادانو لپاره د پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت په عمومي غونډو تالار کې په حضوري بڼه ترسره شو. 
دا ورکشاپ چې د غزني دولتي پوهنتون د څېړنو معاونیت، د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون، د غزني څانګې د علمي څېړنو آمریت او د اقتصاد پوهنځي د الکترونیکي زده‌کړو کمېټې په ګډه همکارۍ جوړ شوی و، د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو او د اقتصاد پوهنځي د علمي پلاوي غړي او د الکترونیکي زده‌کړو فرعي کمېټې مسوول پوهنیار جلیل کریمي په وینا سره دوام وکړ. استاد کریمي په دې برنامه کې لاندې مهمې موضوعګانې ګډونوالو ته تشریح کړې:
1. د Perplexity پرمختللو مصنوعي ځيرکتيا سيستمونو پېژندنه
2. د NotebookLM په واسطه د څېړنیزو معلوماتو راټولولو او پروسس کولو غوره لارې چارې
3. په علمي څېړنو کې د هوښیار منځپانګې تحلیل تخنیکونه
د یادونې وړ ده چې په دې برنامه کې د غزني پوهنتون د علمي پلاوي غړو، څېړونکو او اداري مسوولینو د پام وړ ګډون، د علمي او عملي نظریاتو د تبادلې لپاره یو ګټور چاپیریال رامینځته کړ او ګډونوالو د هوښیارو څېړنیزو زیربناوو پر پراختیا، د لا پرمختللو روزنیزو دورو پر ډیزاین او د علمي همکاریو شبکې پر رامینځته کولو ټینګار وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

dat cuoc bong da no hu plus no hu v2 rong ho vin88 poker 15357 kinh nghiem danh bai phom online de thang tu cao thu xo so mien trung luck8 game bai doi thuong nao uy tin nhat sumclub 8888 7546 da ga c1 tj77 meo choi mini poker online cuc hay cho cuoc thu sun52 8888 568 thuy cung tai xiu 98771 vua club squid 8live soi keo 11134 no hu son tinh thuy tinh poker 40335 vegas79 poker 68005 game bai 68gb onbet 8888 11610 best rtp slots games lot88 vin