دوشنبه 3 ثور 1403 برابر با Monday, 22 April , 2024

د حقوقو د څانګې (۱۰) ګڼه راپور

د غزنی ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د بایومتریک آمر په حضور کې د کریمنا لیستیک مضمون په اړه د حقوقو پوهنځی عملی روزنیزه غونډه ترسره شوه.

دغه روزنیزه غونډه د جرمونو د کشف، د مجرمینو د تعقیب، د جرمونو د صحنو د څیړلو او د جرایمو د کشف او د مجرمینو د موندلو په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه د محصلینو د آشنایی په موخه جوړه شوې وه. ښاغلي ودود چې د جرمونو په برخه کې مسلکي زده کړې او د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په جنایي څانګه کې کافي تجربه لري، محصلینو ته د جرمونو د کشف د لارو چارو او د امنیه قومندانۍ د لازمو تدابیرو په اړه معلومات ورکړل. د جنايي پوليسو، ثارنوالان او نورو  جرايمو د کشف په موخه، د مجرم پيدا کول، په ځانګړې توګه د جرم په صحنه کې څرګنده کړه. په یاده غونډه کې د پورتنیو موضوعاتو د تدریس ترڅنګ محصلینو ته د جرمونو په کشف او د جرمونو په پېژندنه کې د بایومتریک وسایلو د استفاده کولو طریقه وښودل شو. د خاتم النبیین (ص)  پوهنتون د غزني څانګي د حقوقو څانګه هوډ لري چې د غزني له امنیه قوماندان سره د اوږدمهاله همکاریو د تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره د زده کړی او تحقیق په برخو کې د حقوقو محصلینو ته عملي حقوقي روزنه ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *